امنیت

يوپنځه کسيزه تروريستي ډله دملي امنيت دموظفينو له خوا ونيول شوه.

کابل –باختر د زمري دمياشتې ٢٤
دحقاني دتروريستي شبکې يوه پنځه کسيزه ډله چې په کابل ښارکې يې دځانمرګو او يرغليزو بريدونو دترسره کولو نيت درلود دملي امنيت دموظفينو له خوا ونيول شوه .
دملي امنيت دلوى رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ. دحقاني شبکې يوې ډله چې په کابل ښارکې يې دحانمرګو او يرغليزو بريدونو دترسره کولو نيت درلود دلوګر ولايت په مرکز پورې اړوند نيازي سيمه کې ددغې ادارې له موظفينو سره له وسله والې نښتې وروسته څلور تنه افراد ووژل شول او د دوو ځانمرګو يرغلګرو په ګډون دځانمرګو او يرغليزو بريدونو پنځه تنه سازمان ورکوونکي ووژل شول.
ددغه تروريستان له ډيپو څخه نهه بشکې چاوديدونکي توکي چې ټاکل شوې وه په يو موټر کې ځاى پرځاى او دهغوپه واسطه ځانمرګي بريد ترسره کړي اته ميله وسله ،دوه مخابرې او پوځي تجهيزات ترلاسه شوي دي .
نيول شويو کسانو اعتراف کړى دى چې ديوې مياشتې لپاره يې دميرامشا په تل کې په فاروقيه مدرسه کې نظامي تعليمات او دځانمرګو بريدونو لارې چارې زده کړي دي او وروسته دځانمرګو بريدونو دترسره کولو په مقصد دلوګر ولايت ته استول شوي دي چې له دې لارې کابل ښارته ننوځي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته