فرهنګ

جمهورريیس غني د یونسکو له فرهنګي مسوول سره وکتل

کابل/ د ليندۍ١٠ مه/ باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمد اشرف غني نن غرمه په ارګ کې د ملګرو ملتو د ښوونیز، علمي او فرهنګي سازمان  (UNESCO)له فرهنګي مسوول فلیپ دیلانګي سره په کتنه کې د مس عینک تاریخي آبداتو د ساتنې په اړه  بحث او خبرې وکړې.
د جمهوررييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې جمهورريیس د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او د یونسکو فرهنګي مسوول ته دنده وسپارله چې د مس عینک کان سیمې د تاریخي آبداتو د ساتنې، څارنې او خوندیتوب لپاره پر تفصیلي پلان کار وشي.
جمهورريیس وویل: حکومت د تاریخي آبداتو د ساتنې مسوولیت لري، یونسکو او اړونده ادارې دې د لرغونو آثارو د ساتنې، څارنې او خوندیتوب لپاره خپلې تجربې د افغانستان له حکومت سره شریکې کړي.
د یونسکو فرهنګي مسوول د تاریخي آبداتو او سیمو د ساتنې په برخه کې د افغانستان حکومت له هڅو څخه په مننې، لرغونو آثارو او آبداتو ته د حکومت د لا زیاتې پاملرنې غوښتنه وکړه.#
پاى/ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته