امنیت

په هرات کې ددوو توغنديو دتوغولو مخه ونيول شوه او يوماين شنډکړى شو

کابل  باختر د سلواغې د مياشتې ٢١ :
د ملي امنيت  منسوبينو د هرات ولايت  په انجيل  ولسوالۍ کې دوه توغندي   کشف کړل   .
ويل کيږي  وسله والو طالبانو غوښتل  دغه  توغندي د دغه ولايت په   ځينو سيمو وتوغوي.
دهرات ولايت يوه امنيتي مسوول دباخترآژانس خبريال ته وويل :                    دهرات ولايت   دملي امنيت منسوبينو دانجيل ولسوالۍ دشمعان دکلي په  مربوطاتو کې د ډي سي  دوه ماينونه  ترلاسه کړل  چې په رسمي توګه دماين پاکولو ټيم ته وسپارل شول.
ده تائيد کړه : دغه  توغندي دتوغولو لپاره چمتو کيدل.
دغه  راز يو ماين چې د شينډنډ ولسوالۍ په  مرکز دترانسپورت  کوڅې ته څيرمه  ددولتي ځواکونو اود ملګي وکړو د وژل کيدو لپاره  دوسله والو طالبانو له خوا ځاى پرځاى کړاى  شوي  و کشف او د ملي اردو د انجينرۍ ټيم په همکارۍ  شنډ کړاى شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته