امنیت

يوولس تنه وسله وال مخالفين ووژل شول

کابل  باختردکب  دمياشتې  ٢٣ :
د٢٠٥ اتل قول اردو خبري منابعو دارزګان ولايت دچارچېنو ولسوالۍ په مربوطاتو کې عمليات ترسره کړل چې  چې له امله يې يوولس تنه وسله وال طالبان و وژل شول.
دملي دفاع وزارت دويندوى مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته  ديوې خبرپاڼې په ليږلوسره ويلي دي  چې د ٢٠٥ اتل قول اردو  موظفينو د ارزګان ولايت دچارچېنو ولسوالۍ په مربوطاتو کې د  اميد اتل _ ٧٣  په نامه  دمحاربوي عملياتو په ترڅ  کې يوولس تنه ياغي طالبان  وځپل  اويوولس تنه نوريې   ټپيان کړل  چې ديوشمير وژل شويو کسانو مړي   دجګړې په ډگر کې پاتي دي اوپه دغو عملياتو کې  دوه کلاشينکوفونه  اويوه ايکم مخابره هم ترلاسه شوې ده.
دغه راز  ددريمې لوا دپرسونل په  چاڼيزو عملياتو کې  دتوغندي ويشتونکې شپږماينونه اودچاوديدونکو توکو يوه ډيپو ترلاسه شو او دافغانستان دخلکو دقسم   خوړولو کسانوله خوا دوه ډول ډول ښخ کړاى شوي ماينونه هم  کشف اوشنډشوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته