اقتصاد

دهېواد په پنځو ولايتونوکې داوبو لګولو دشلو شبکودبيا جوړولو قرارداد لاسليک شو .

کابل باختر د غبرګولي يوولسمه :
دکرنې او اوبو لګولو وزارت په ښه توګه دکرنيزو ځمکو دخړوبولو  په موخه دهېواد له خصوصي  سکتور سره داوبو لګولو دشلو شبکو دبيا جوړولو قرارداد لاسليک کړ .
دکرنې اواوبو لګولو وزارت داطلاعاتو او عامه اړيکو رياست باختراژانس ته خبرورکړ. دغه شبکې  دهېواد په پنځو ولايتونوکې جوړيږي  چې دهغو دکارپه بشپړيدوسره په ټوليزه توګه ٤٣٠٠ جريبه ځمکه خړوبيږي او ٢٦٠٠ کورنۍ ورڅخه ګته اخلي .
له دغوشلو شبکو څخه  پنځه شبکې دبغلان ولايت  په اړوندو کليو کې، يوه شبکه په کاپيسا ولايت کې، دوه شبکې په کونړولايت کې،  يوه  شبکه په لغمان کې او شپږ شبکې په ننګرهارکې جوړيږي  ددغو شبکو دجوړولو کار دروان هجري لمريز کال  ترپاى پورې بشپړيږي .
يوه اړونده خبرځاى  وويل چې ددغو شبکو دبيا جوړولو لګښت يوسلو  شپږ ويشتو مليونو افغانيو ته رسيږي .  چې دکرنې او اوبو لګولو وزارت له پرمختيايي  بودجې څخه ورکول کيږي .
ددغو پروژو  دکار په بشپړيدوسره به داوبو په سلو کې  تراوياپورې دضايعاتو مخه ونيول شي په سلوکې لس دکروندو شنې ساحې زياتيږي او په سلو کې  ترشلو پورې به دبزګرانو په اقتصادي وده  کې مثبت رول ولري .
دغه پروژې  دخصوصي برخې له خوا تطبيقيږي او دکرنې او اوبو لګولو وزارت ماهران  دپروژې دتطبيق  او دهغو دکيفيت دڅرنګوالي دکنترول په برخه کې جدي او دقيقه څارنه کوي .  
دکرنې او او بو لګولو وزارت په پام کې لري چې دروان کال په بيهر کې دهېواد په شپاړلسو  ولايتونوکې يو نوي  ورته پروژې  بيا ورغوي. دغه شبکې  داوبو دتنظيم دپروژې له لارې د کرنې اواوبو لګولو په وزارت پورې  په اړوندو کروندو کې پلې کيږي .
اوبه دکرنيزو توليداتو دعواملو يوه ډيره مهمه برخه ده اوموږ  په پام کې لرو چې په هېواد کې په دغه مهم عنصر دبزګرانو برلاسي  زيات او اسانه کړو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته