فرهنګ

د ملي ټلويزيون دويم چينل په آزمايشي ډول په فعاليت پيل وکړ

کابلباختر د سنبلي ٣١
د اطلاعاتو او فرهنګ وزيرډاکتر سيدمخدوم رهين نن د ملي ټلويزيون د دويم چينل آزمايشي خپرونې پرا نيستلې.
دباخترآژانس دخبرله مخې: په دې مراسموکې چې د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت اود ملي راډيو ټلويزيون يو شمېر رئيسانو هم ګډون کړى و؛ ډاکتر رهين د تڼۍ د وهلو او د چينل د فعالولو په وخت کې وويل: دملي ټلويزيون دويم چينل نن په آزمايشي ډول په خپرونو پيل وکړ او د اطلاع رسونې او دملي او اسلامي فرهنګ د ودې او پرمختيا په خدمت کې به وي.
د اطلاعاتو اوفرهنګ وزير زياته کړه چې ددغه چينل په خپرونوکې خبري ، روزنيز، موسيقۍ او د افغاني سريالونو پروګرامونه په پام کې نيول شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته