سیاست

محمد يونس قانوني په کابل کې دبريتانيا له سفير سره وکتل

کابل باختر دچنګاښ  څليرويشتمه :
دجمهوري رياست لومړى مرستيال محمد يونس قانوني په کابل کې دبريتانيا دشاهي هيواد له سفير ښاغلي ريچارداستک سره په کتنه کې په افغانستا ن کې دجمهوري رياست ددويم پړاو انتخاباتو درايو دپلټنې او بيا شميرنې  په بهير کې  دنړيوالو  کتوونکو په رول باندې تينګار  وکړ او داکار يې داعتماد دجلبولو او دشفافيت دتامينولو سبب وباله .
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس  ته خبر ورکړ ، دجمهوري رياست لومړي مرستيال چې په کابل کې دبريتانيا له سفير سره يې دګلخانې په ماڼۍ کې دخپل کار په دفتر کې وکتل زياته کړه، هيله لرم چې دواړه نوماندان په خپلو کتنو کې په تخنيکي  اوسياسي برخو کې دمسئلو  دجزئياتو په باب غور وکړي .
په دې کتنه کې په کابل کې دبريتانيا سفير ښاغلي  ريچارد استک له دې امله چې په افغانستان کې د جمهوري رياست  ددويم پړاو انتخاباتو ستونزو او چلنجونو دحل لاره پيداکړې ده  خوښي څرګنده کړه او ويې ويل چې په دې باب  دموافقه شويو مسئلو تحقق کيداي  شي  په افغانستان کې لازيات ثبات او امنيت تامين کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته