سیاست

داسلامي همکاريو سازمان په قندهار کې وروستۍ چاودنه وغندله .

دامريکا غږ باختر د غبرګولي څلورمه : داسلامي همکاريو دسازمان رييس يوسف العشيمين په قندهار ولايت کې دسه شنبې دورځې خو نړۍ چاودنه په کلکه وغندله . دتيرې سه شنبې په ورځ دقندهار ښار دڅوارلسمې حوزې په يوه سراى کې هغه وخت چاودنه وشوه چې دافغانستان دملي امنيت ځواکونو په بمونوبار يو موټر کشف کړى و چې دچاودنې له امله يې يو ويشت تنه ووژل شول او څلويښت تنه نور ټپيان شول . داسلامي همکاريو دسازمان په يوه اعلاميه کې چې پرون خپاره شوه په افغانستان کې وروستي خونړي او ځانمرګي بريدونه چې له امله يې ملکي وګړو او دولتي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه ، په کلکه غندل شوى دى . داسلامي همکاريو سازمان چې مقر يې دسعودي عربستان په جده ښار کې دى وايي چې دافغانانو په مشرۍ دسولې دخبرو ملاتړکوي او په افغانستان کې دثبات په تامينولو او پرمختګ ژمن دى . ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته