ټولنه

کابل ښاريانو دشارلي ابدو دچلوونکو پرخلاف په مظاهرو لاس پورې کړ

کابل باختر د سلواغې  دريمه :
په سلګونو تنو کابل ښاريانو داسلام دستر پيغمبر  حضرت محمد مصطفى ( ص)  ته دنسبت ورکړى شوي کاريکاتور دچاپ او خپرولو پرخلاف غبرګون کې دفرانسوي شارلي ابدو پرخلاف ، مظاهرو لاس پورى کړ  .
دمظاهروبرخه والو دغه عمل داسلام دمبين دين په نسبت ستر سپکاوى وباله او دفرانسې له دولت څخه يې دهغه دعاملانو دمجازاتو غوښتنه وکړه .
دباخترآژانس دخبريال دخبر له مخې: دغه مظاهرې چې دافغانستان داصلاح دټولنې له خوا ترسره شوې وې په سلګونو  تنو  نور ښاريان هم ورسره يوځاى شول او دمخابراتو او معلوماتي تکنالوژى  وزارت تر څنګ واټ کې يې پراخه غونډه جوړه کړه .
په دې غونډه کې ويناکولو داسلام دستر پيغمبر حضرت محمد مصطفى ( ص)  دنسبت ورکړى شوي کاريکاترو چاپ اوخپرول  دنړۍ ټولو مسلمانانو ته سپکاوى وباله او څرګنده يې کړه چې دغه ناوړه  عمل دټولې نړۍ دمسلمانانو په تيره بيا دافغانستان دمسلمانو خلکو زړونه ټپي کړي دي
دمظاهرو  برخه والو دفرانسې له دولت څخه وغوښتل چې ددغه ستر سپکاوي عاملين دې  مجازات کړي  او دافغانستان له دولت څخه يې هم وغوښتل چې ددغه شان نه بخښوونکي  جنايت په وړاندې څرګند دريځ  غوره کړي .
يوه ديني عالم په خپلو خبرو  کې دالام دمبين دين پيغمبر ته سپکاوى  دنړى ټولو مسلمانانو ته سپکاوى وباله  او د مظاهرو له برخه والو څخه يې وغوښتل چې دمحمدي اخلاقو په پيروى سره له هر راز  تاوتريخوالي  او عمل څخه چې دمسلمانانو د ځورونې سبب شي  ډډه وکړي .
  ديادونې وړ ده چې دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس محمد اشرف غني  ددغه کاريکاتور چاپ او خپرول له ډيل پرته  په تندو الفاظو سره وغندل او داکار يې داسلام مبين دين او دنړۍ ټولو مسلمانانو ته ستر سپکاوى  وباله .
دغه راز دافغانستان دعالمانو سراسري شورا ، ملي شورا ، د حج او اوقافو وزارت او نورو  دولتي بنسټونو دشارلي ابدو دمجلې دغه عمل  په سختو الفاظو  سره غندلى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته