امنیت

په لوګرکې يوه هليکوپټر بيړنۍ ناسته وکړه

 پل علم باخترلړم دمياشتې ٦ نيټه  :
يوه پوځي هليکوپټر تېره شپه د لوګر ولايت په خروار ولسوالۍ کې بيړنۍ ناسته وکړه .
د لوګر د والي وياند سليم صالح د باختر آژانس خبريال ته وويل چې د افغان ګډو    ځواکونو دغه پوځي هليکوپټر چې په خروار ولسوالۍ کې په عملياتو بوخت و،  د تخنيکي ستونزې له دليل بيړنۍ ناسته وکړه.
ده زياته کړه چې په دې پيښه کې يو پوځي ټپي شو او هليکوپټر د افغان پوځيانو له خوا له ساحې څخه وليږدول شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته