سیاست

د بهرنيو چارو وزارت سياسي معين د ايران له سفير سره وکتل

کابل باختر دغبرګولي دمياشتې  ٨ :
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو وزارت سياسي معين حکمت خليل کرزي پرون په کابل کې د ايران د اسلامي جمهوريت له سفير محمد رضا بهرامي سره وکتل.
د بهرنيو چارو وزارت د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې د بهرنيو چارو وزارت سياسي معين د (کابل بهير) د غونډې په باره کې د ايران د اسلامي جمهوريت سفير ته معلومات ورکړل او دواړو لورو په دې اړوند خبرې وکړې .
د ايران سفير ډاډ ورکړ چې هېواد يې د افغانستان د سولې په بهيرکې د هر راز هڅو ملاتړ کوي او په دې بهيرکې له هيڅ راز همکارۍ څخه ډډه نه کوي.
دواړو لورو په ټولو حوزوکې د افغانستان او ايران ترمنځ د اړيکو د مخ په پياوړتيا بهير او د همکاريو د پراختيا له امله د خوښۍ د څرګندولو په ترڅ کې د دواړو هېوادونو ترمنح د هر اړخيزو همکاريو په لور د حرکت په اړتيا باندې ټينګار وکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته