امنیت

په قندهار کې وسله والو طالبانو ته د سر دروند زيان اوښتې دى .

-کابل / دچنګاښ ١٣مه /باختر :
په قندهار کې  دنويو جګړو په بهير کې  ٢٠ وسله وال طالبان ووژل شول او  ١٧ نور ټپيان شول .
دغه جګړه  د پنجشنبې په شپه  دشاه ولي کوټ ولسوالۍ په مربوطاتوکې هغه وخت پيل شوه  چې يوې ډلې يرغلګرو د پوځيانو پر اکمالاتي کاروان بريد وکړ .
د هېواد په جنوب کې  د اتل قول اردو  د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي  دغه جګړه  څو ساعته دوام وکړ چې ٢٠ وسله وال طالبان ووژل شول او ١٧ تنه نور يې ټپيان شول .
ويل شوي دي  چې په دې جګړه کې د وسله والو طالبانو يوشمېر جنګي وسايل  د پوځيانولاس ته ورغلي دي .
وسله والو طالبانو تراوسه پورې په دې باب څه نه دي ويلي .
ختم _ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته