اقتصاد

داسيا پرمختيا بانک دکرکيلې دبرخې دښه والي لپاره ديوولسو مليونو ډالرو مرسته وکړه .

کابل باختر دليندي اتمه :
دماليې وزير اکليل حکيمي دکرکيلې دبرخې دښه والي په لاره کې  چې دوروستيو جګړو اووچکاليو له امله زيانمنه شوې ده داسيا دپرمختيا بانک له رييس سره ديوولسو مليونو ډالرو مرستې قراردادلاسليک کړ .
دباختراژانس دخبر له مخې، دغه مرسته دانګلستان ددولت له خوا دافغانستان دبنسټيز  امانتي صندوق لپاره دافغانستان دپرمختيا بانک په واک کې ورکول کيږي چې دکرنيزو محصولاتو د ښه والي، بازار موندلو ،دمسلخونو دجوړولو ، دمالدارۍ  دعصري کولو او دکرنې دبرخې دپرمختيا په لاره کې لګول کيږي .
دماليې وزير داسيا له پرمختيا بانک او دانګلستان له حکومت څخه په قدردانۍ سره وويل  دکرکيلې دبرخې ښه والى دافغانستان د حکومت  له لومړيتوبونو   څخه بلل کيږي چې له دې لارې افغانستان له اقتصادي پلوه په ځان ډډې لګولو ته ورسيږي .
په افغانستان کې داسيا دپرمختيا بانک رييس توماس پنيلا  وويل له ٢٠٠١ ميلادي کال راپديخوا دبنوالۍ  د محصولاتو په کميت او دڅارويو په شمير کې ديادونې وړ زياتوالى راغلى دى خو لاتراوسه پورې هم دغه برخه  زيات انکشاف ته اړتيا لري .
ده زياته کړه دغه نوى  مرسته دپنځومسلخونو په جوړولو او دميوو په ساتنه اوانډې کولو کې لګول کيږي .
ديادونې وړ ده چې داسيا پرمختيا بانک اودافغانستان حکومت پخوا دغې پروژې ته يوديرش مليونه ډالره بيل کړي و چې ديرش مليونه ډالره يې دافغانستان دپرمختيا بانک له خوا او يو مليون ډالره يې دافغانستان ونډه وه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته