سیاست

جمهوررئیس غني ملت ته په خطاب کې: د ابهام حالت ختم او د افغانستان په اړه نړيواله اجماع رامنځته شوه

کابل_باختر د وږي د مياشتې١
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا متحدوایالتونو حکومت د نوې سټراټيژۍ په اړه ولس ته په وینا کې وویل، د افغانستان د راتلونکي په هکله په بین المللي او ملي کچه ابهام ختم شوی او د سولې، ثبات د راتلو او تروریزم سره د مبارزې په اړه نړیواله اجماع رامنځته شوې ده.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
دا غونډه چې په همدې مناسبت په ارګ کې  جوړه شوې او په کې یو شمېر لوړپوړو دولتي مقاماتو هم ګډون کړی و، جمهوررئیس غني له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه ولسي ملاتړ بې ساری وباله او د امنیتي سکتور له مسوولانو، افسرانو، سرتېرو او د هغوی له کورنیو څخه یې مننه وکړه وې ویل، هر فرد چې د هېواد په امنیتي او دفاعي ځواکونو کې بوخت دی، رضاکار دی او هره ورځ د وطن لپاره قرباني ورکوي.
جمهور رئیس د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د اتلولیو له برکته د افغانستان په اړه د امریکا د ستراتیژۍ اعلام د افغانستان، سیمې او نړۍ په تاریخ کې د عطف نقطه وبلله او تېر دوه نیم کاله یې سخت او له ابهامه ډک وبلل او زیاته یې کړه: موږ د راتلونکي لپاره د ابهام په شرایطو کې وو، خو موږ په خدای (ج)، په سیاسي ارادې او ملي وحدت تکیه وکړه او له دغه ابهام څخه راووتلو او د افغانستان راتلونکی جهت په پوره وضاحت سره معلوم شو.
جمهوررئیس غني د افغانستان د بهرني سیاست مبنا د داسې شرایطو برابرول وبلل چې له امله یې افغانستان تلپاتې سولې، ثبات او سوکالۍ ته ورسېږي او زیاته یې کړه، د دغه هدف د ترلاسه کولو لپاره لازمه وه چې په بین المللي ډګر کې کلیدي شریکان معلوم کړو، دا شریکان هغه ملکونه دي چې ګټه کې راسره شریک او د خطر په وخت کې راسره وي.
هغه څرګنده کړه، د امریکامتحدو ایالتونو موقف په دې برخه کې اساسي او اصولي و او دی، موږ وتوانېدو چې د اعتماد فضا او د ګډو ګټو تعریف رامنځته کړو، مخکې لاړ شو او سختو پوښتنو ته ځواب پیدا کړو او داسې پروګرامونه او دساتیر ونیسو چې د افغانستان ملي ګټې او د افغانستان اسلامي هویت په کې خوندي وي.
همدارنګه جمهوررئیس غني په خپله وینا کې ګاونډیو، سیمې او اسلامي نړۍ سره اړیکې د بهرني سیاست مهمه برخه وبلله او زیاته یې کړه: هیله ده چې زموږ وطنوال قانع شوي وي، چې زموږ بهرنی سیاست یو بریالی سیاست دی، ځکه له بریالي بهرني سیاست پرته په افغانستان کې ۴۰کلن بحران نشي ختمېدای او دا زموږ ملي رسالت دی چې دا بحران ختم  او د راتلونکو نسلونو لپاره  داسې شرایط رامنځته کړو چې له خدای ورکړې شتمنۍ څخه د ځان په ګټه کار واخلي.
جمهوررئیس غني د سیمې او افغانستان لپاره د امریکا د نوې سټراټيژۍ د اعلان په خاطر له جمهوررئس ټرمپ څخه په مننې د دغې سټراټيژۍ مهمو ټکو ته په اشارې هغه د افغانستان په ګټه وبلله او په اړه یې وضاحت ورکړ.
د هېواد جمهور رئیس په اول ګام کې دا سټراټيژي د اوضاع تحلیل، تېرڅخه په زده کړو او د بریالیتوب عناصرو د تشخیص له بهیر څخه راوتلې وبلله او زیاته یې کړه، دغو ټولو مسائلو ته رسیدګي سټراټيژیکه حوصله غوښته او موږ په خپلو ارزونو باور درلود او په دې برخه کې له خپلو ټولو امنیتي همکارانو، د امریکا امنیتي چارواکو او د خلکو له حوصلې څخه مننه کوم.
جمهوررئیس دویم ټکی هدف وباله، وې ویل: هدف واضح، ټاکل شوی او هغه بریالیتوب دی چې شرایطو او وخت پورې مقید نه دی او دغه اهداف مو یوازې د سیاست په ډګر کې نه دي ترلاسه کړي، بلکې دا د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د قربانیو برکت دی.
هغه په یاده نوې ستراټيژۍ کې درېیم عنصر د سیمې شرایطو په اړه وضاحت وباله وې ویل، له کلونو راهیسې مو همېشه ټینګار دا و چې د افغانستان جنګ داخلي جنګ نه دی، بلکې په سیمه او د افراطیت په نړۍ کې ژورې جرړې لري. هغه زیاته کړه دا سټراټيژي سیمه کې زموږ همکارانو او هغو ته چې د سولې او ثبات په لار کې خنډ دي څرګند پيغامونه لري.
جمهوررئیس په دغه سټراټيژۍ کې د ګټو او خطرونو په اړه د څرګند تعریف موجودیت وباله وې ویل، خطر نړيوالې تروریستي ډلې او نړيوالې جرمې شبکې دي له دې امله زموږ مبارزه په شریکو منافعو استواره ده.
جمهوررئیس غني وویل، دافغانستان موقعیت په بین المللي اجماع کې واضح شوی دی، ملت ، د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونه او زموږ دولت د هغوی د اعتبار وړ دي.
محمد اشرف غني وویل، په تېرو دوه نیمو کالو کې مو د سیمې زیاتو هېوادونو ته په خپل ابتکار قناعت ورکړ چې افغانستان د همکارۍ، همغږۍ او وصل  نقطه ده، خو دلته یو ابهام موجود و چې ایا بین‌المللي شرایط به څنګه وي، اوس بین‌المللي شرایط رامنځته شوي دي اوس به مو په سیمه کې همکاري دوه چنده او څو چنده شي.
جمهوررئیس په دغه سټراټيژۍ کې طالبانو او د هغوی ملاتړو لپاره د هغه ابهام  ختمولو ته په اشارې چې باور یې درلودجنګ ته دوام ورکولی، د افغانستان دولت پرځولی او دا مقدسه جغرافیه په دوو برخو وېشلی شي، په ټینګار وویل، نور دې دا فکر له سره وباسي.
جمهوررئیس غني طالبان او د هغوی ملاتړي مخاطب کړل وې ویل: ستاسې دسیسې او فتنې یوازې زموږ د ولس او شاه زلمیو د شهادت او دخویندو او میندو د مړینې باعث شوي دي. هغه طالبانو ته په خطاب کې وویل، موږ درباندې یو ځل بیا غږ کوو چې  د سولې او مذاکراتو لار ونیسئ.
جمهوررئیس غني پاکستان سره د دولت ـ دولت په کچه سولې باندې ټینګار وکړ، وې ویل:   یو بې ثباته افغانستان د هیچا په ګټه نه دی او په ځانګړي ډول په پاکستان به خورا بده اغېزه وکړي. هغه زیاته کړه: نن یوه اجماع راغلې ده چې پاکستان په خپل پخواني روش نوی فکر وکړي دا یوه موقع او فرصت دی، نو پکار دی چې پاکستان له یو هر اړخیز بحث او واضح هدف سره  دولت په دولت مناسبات وغواړي او دا خبره باید څرګنده وي چې افغانستان هیڅکله د پاکستان د بي ثباتۍ اقدام نه دی کړی.
هغه څرګنده کړه، دا باید څرګنده وي چې افغانستان اوس هغه پخوانی افغانستان نه دی، موږ زیات اقتصادي بدیلونه لرو، موږ ته د نړۍ لارې پرانیستې دي، خو له سیاسي نظره موږ ټولو ګاونډیو سره منسجم د پيش بینۍ وړ ښې اړیکې غواړو. هیله ده چې د ګاونډي هېواد چارواکي زموږ پيغام واوري.
جمهوررئیس وویل، دا چې اوس د ابهام حالت ختم او د افغانستان په اړه بین المللي اجماع رامنځته شوه، اوس د ملي ارادې د بسیجولو وخت رارسېدلی دی. د افغانستان دولت او خلک اوس نړۍ ته د اعتبار وړ دي او هغه شرایط چې کلونه کلونه مو انتظار ورته وویست نن برابر شوي دي له دې شرایطو نه ګټه اخیستل زموږ له ملي ارادې پورې تړلي دي.
جمهوررئیس په تېرو دوو کلونو کې د افغانانو له لوی صبر نه مننه وکړه وې ویل، که زموږ د خلکو په ځای نور خلک وای وېلي شوي به وای، خو دا زموږ خلک دي چې په دومره بدو شرایطو کې لکه په خاک افغان، شینوارو، مومندره، سرپل او بدخشان کې چې راغلل خپلې ملي ګټې یې هیرې نه کړې، ټول افغانستان یو کور دی او یو غم لري. 
د افغانستان جمهوررئیس  زیاته کړه، ولس له مامعجزه نه غواړي ماته وايي د افغانستان ګټې د راتلونکو نسلونو لپاره خوندي کړه چې دا په نړۍ کې د یو پوه ولس غوښتنه ده او د داسې ولس باید قدر وکړو چې په داسې شرایطو کې د روښانه راتلونکي هیله لري.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته