ورزش

دکرکټ بورد نوى ښوونکى معرفى شو

کابل – باختر د ثور دمياشتې ١
د هيواد دکرکټ بورد نوى استراليايي ښوونکى نن د شهزاده مسعود له خوا معرفي شو.
دباختر آژانس دخبريال دخبرله مخې: دجمهوري رياست د قومونو او قبايلو په چارو کې سلاکار وزير او د هيواد دکرکټ بورد رييس شهزاده مسعود نن په يوه خبري غونډه کې چې د کرکټ بورد په مقرکې جوړه شوې وه؛ استراليايي ويليم پيتر اندرسن د هيواد دکرکټ بورد د نوى ښوونکى په توګه معرفي کړ او ويې ويل: دکرکټ بورد اداره له زياتو هلو ځلو وروسته په دې بريالي شوه چې نوى استراليايي ښوونکى چې له زياتو کلونو راپه دې خوا د کرکټ د ښوونکي په توګه فعاليت کوي او نړيوال شهرت لري؛ د شپاړلس کلنو، اوولس کلنو او نولس کلنو کورنيو ټيمونو د روزنې او دغه راز له ملي ټيم سره د همکارۍ لپاره استخدام کړي .
دغه راز دکرکټ بورد رييس دکرکټ له مسوولينو او ورزشکارانو څخه وغوښتل چې له نوى ښوونکي سره له هيڅ راز مرستو څخه ډډه ونه کړي.
وروسته دکرکټ بورد اجراييوي رييس ډاکتر نورمحمد مراد خبرې وکړې؛ ويې ويل: اوس له دغه ښوونکى سره د يوکال لپاره قرار داد شوى دى او د اړتيا په صورت کې ښايي دغه قرار داد تمديد شي.
دغه راز دکرکټ بورد د بهرنيو پروګرامونو مسوول بشير ستانکزي او د دغه بورد د نوى ښوونکى پيتر اندرسن هم خبرې وکړې او د ژورناليستانو پوښتنوته يې ځوابونه وويل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته