امنیت

دکابل _ جلال آباد دلوى لارې دامنيت دتامينولو په موخه دغبار عمليات پيل شول .

کابل باختر د چنګاښ لسمه :
د ٢٠١ سيلاب قول اردو قوماندانۍ دکابل جلال آباد دلوى لارې دامنيت  دټينګښت خبر ورکړ .
د٢ ٠١ سيلاب قول اردو دقوماندانۍ په هغې خبرپاڼه کې چې نن باختراژانس ته رسيدلې ده ويل شوي دي چې دکابل _ جلال آباد دلوى لارې په دواړو غاړو کې دامنيت دتامينولو په موخه دغبار په نامه عمليات پيل شول .
په خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې په دغو عملياتو کې د ٢٠١ سيلاب قول اردو د دريمې پلې لوا جزوتامونه ، د ٢٠٣ تندر قول اردو منسوبين ، دملي امنيت او دملي پوليسو ځواکونه ، دکابل ګارنيزيون دلوى  قوماندانۍ او ١١١ مرکزي  فرقې منسوبين ګډون لري او موسهي ،  خاک جبار او تيزين کلي ، دوريښمو دتنګي لويه لاره ، دماهيپر تنګي ، شيرخان کڅ  ، خوندي ، ګوګامنډه او دمنډيکول ساحې په دقيقه توګه تصفيه شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته