خبرونهاقتصادټولنه

په لوګر کې د نږدې ۱۷ میلیونو افغانیو په لګښت ۷چک ډیمونه جوړ شول

کابل، د مرغومې ۲۵مه، باختر

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور لوګر ولایت د سفر پرمهال د دغه ولایت په ۴ ولسوالیو کې د نږدې ۱۷ میلیونو افغانیو په لګښت ۷چک ډیمونه ګټې اخیستنې ته وسپارل.

د دغو پروژو د پرانیستې په مراسمو کې د اوبو او انرژۍ وزارت د یادو پروژو د پلې کولو موخه یې د اوبو مدیریت او د ځمکې لاندې اوبو پیاوړتیا وبلله.

د یادونې وړ ده، چې نوموړې پروژې د اوبو او انرژي وزارت له لوري د افغانستان اسلامي امارت له بودجې څخه د اوبو د مدیریت، د موسمي سېلابونو د کنترول او د ځمکې لاندې اوبو د سرچینو د پیاوړتیا په موخه د لوګر ولایت په برکي برک، خوشي، خروار او څرخ ولسوالیو کې پلې شوې.

د نوموړو پروژو په پلې کېدو سره ۵۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې وه او نوموړي چکډیمونه په ټولیزه توګه د ۳۶ زره متره مکعب اوبو د زېرمه کولو وړتیا لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته