سیاست

په بدخشان کې ٧٦ انتخاباتي شکايتونه ثبت شوي دي

-کابل/ د تلې ١٨مه/باختر
په بدخشان کې د تلې د شپږمې د جمهوري رياست انتخاباتو ٧٦ شکايتونه د دغه ولايت د انتخاباتي شکايتونو په کمېسيون کې ثبت شوي دي.
د بدخشان د انتخاباتي شکايتونو د خپلواک کمېسيون کميشنر حسيب الله منيب د باختر آژانس سيمه ييز خبريال ته وويل چې دغه کمېسيون ته ٧٦ شکايتونه رسېدلي دي چې له دې جملې څخه٧٠شکايتونه د انتخاباتو په ورځ، درې شکايتونه په مرکزي کمېسيون  او درې نور شکايتونه په ولايتي کمېسيون کې ثبت شوي دي.
هغه وويل چې يوشمېر شکايتونه څېړل شوي دي او څو مورده نور به يې ډېر ژر  وڅېړل شي.
د بدخشان د انتخاباتو د خپلواک کمېسيون رييس فرامرز منګل وويل چې په دغه ولايت کې نږدې ٨٠ زره کسان د رايو صندوقونو ته لاړل او د مخابراتي شبکو د فعاليت  د بندېدو په دليل ښايي دغه شمېر بدلون وموي.
هغه زياته کړه چې د رايو د مرکزونو د لرې والي او د لارو د سختوالي په خاطر موظف کارکوونکي حساس انتخاباتي توکي په څلورو ورځوکې له لرې پرتو ولسواليو څخه د څارويو په واسطه مرکز ته ولېږدول.
ختم- ج – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته