کابلباختردسرطان٣١
د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزي د امریکا د متحده ایالاتو د پوځ له لوی درستیز جنرال مارتین دمپسي سره وکتل.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفترباختراژانس ته خبرورکړ.
په دى کتنه کې چې نن غرمه په ارګ کې ترسره شوه، دواړو لورو د دوه اړخیزو اړیکو او د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي تړون په اړه خبرې وکړې.
په دې کتنه کې حامدکرزي یو ځل بیا په دې باندې ټینګار وکړ چې د افغانستان خلک په هېواد کې له اوږدې جګړې او ناخوالو وروسته په ډیرې لېوالتیا سره غواړي چې په افغانستان کې سوله تامين شي.
جمهوررئیس وویل چې افغانان د خپلې دغې هیلې د ترسره کېدو لپاره دې ته چمتو دي چې د امریکا له متحده ایالاتو سره امنیتي تړون لاسلیک کړي خو په دې شرط چې دغه تړون په افغانستان کې د سولې او امنیت د ټینګښت، د امنیتي ځواکونو د پیاوړتیا او د یو موټي افغانستان د ځواکمنۍ سبب شي.
0 1 دقیقه لوستل