امنیت

په کندز کې څه دپاسه دوه زره کورنۍ بې ځايه شوې دي

کندز باختر د ثور ٢٠:
څه دپاسه دوه زره کورنۍ  په کندز ولايت کې دوروستيو جګړو له امله بې ځايه شوې دي .
دغه کورنۍ  زياتره ددشت ارچي  ، چار درې او قلعه ذال  له ولسواليو  څخه دکندز ښار ته کډه شوې دي .
روح الله چې له خپلې ميرمنې او دريو ماشونو سره  دقلعه ذال  له ولسوالۍ څخه کندز ښار ته رسيدلى دى وايي چې له يوې اوونۍ راپديخوا په کندز ښار کې  شپې سبا کوي اوهيڅ راز مرسته ورسره نه ده شوې .
زياتره بې ځايه شوي کسان په دښتو ، پرانستې فضا او په ښار کې دخپلوانو په کورونو کې شپې سبا کوي .
دکندز دولايتي شورا يوه غړي باختراژانس ته وويل چې دوروستيو  جګړو له امله څه ناڅه دوه زره کورنيو کندز ښار ته مخه کړې ده اوبشري  مرستو ته جدي اړتيا لري .
ده وويل چې دغه کورني  دوسله والو طالبانو له بريدونو وروسته دقلعه ذال  ، چار درې   او دشت ارچي په ولسواليو کې  له خپلوکورونو او ټاټوبو څخه بې ځايه شوي دي او کندز ښار ته يې کډه کړې ده .
په همدې حال کې دکندز ولايت وياند سيد محمود دانش وايي چې له څيړنو وروسته به له اړو اوبې ځايه شويوکورنيو سره دمرستې بهير پيل شي  .
ده دغه راز دلنډ مهال لپاره دجګړې ځپلو دميشت کولو دهڅو د پيل خبر ورکړ
په دې وروستيو  وختو کې يوځل بيا دکندز په ځينوسيمو کې دطالبانو فعاليت او شتون پراختيا موندلې ده .
درارسيدلو خبرونو له مخې، همدا اوس دکندز ولايت په ځينو سيمو کې ديرغلګرو او امنيتي  ځواکونو ترمنځ جګړې دوام لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته