امنیت

لس ډار اچوونکي د هېواد په جنوب کې ونيول شول

کابل/دلیندۍ۶مه/باختر
پوځيانو ١٠وسله وال ډار اچوونکي د هېواد په جنوب کې ونيول.
دغه ډار اچوونکي چې ويل کېږي د وسله والو طالبانو غړي دي؛ تېره شپه په قندهار، روزګان او هلمند کې په عملياتوکې ونيول شول.
دهېواد په جنوب کې د اتل قول اردو يوه جګپوړي قوماندان باختر آژانس ته وويل چې  له دغو ډاراچوونکو څخه څو وسلې او يوه اندازه چاودېدونکي توکي هم ترلاسه شوي دي.  
هغه وويل چې  نيول شويو کسانو په لومړنيو تحقيقاتوکې د وسله والو طالبانو په ډله کې پر خپل غړيتوب او د هېواد په جنوب کې په لسګونو ډار اچوونکو بريدونوکې پر خپل  ګډون اعتراف کړى دى.
پاى ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته