خبرونهټولنهښوونه او روزنه

په خوست کې یو زده کوونکي  ځنځیري ټانګ جوړ کړی دی

 کابل، د غبرګولي۱۷مه، باختر

خوست د موسی خېلو ولسوالۍ د زوړ کوټ اوسېدونکي  قسمت الله په میخانیکي انستیتیوت زده کوونکي د ماشین کارۍ شعبې کې ځنځیري ټانګ جوړ کړی.

قسمت الله له باختر آژانس سره په خبرو کې ویلي، چي یاد ځینځري ټانګ یي د دوه ساعتونو په جریان کې جوړ کړی دی.

چې د برق په ذریعه مخکې وروسته حرکت کوي او وروستی دروازه یې په  اتوماتیک  ډول خلاصیږي او هم بندیږي.

قسمت الله وایي چي په کلاشینکوف یې کار روان کړی، د ده په وینا چې یاد کلاشینکوف به ډز هم کولی شي او ډېر زر به یې نندارې ته وړاندې کړي.

هغه زیاته کړه، که چېرې وسايل او نور مالي امکانات  ورته برابر شي ډېرې اختراع ګانې به وکړي.

صدیقي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته