سیاست

حامدکرزي په قطرکې له يوشمېرميشتو افغانانو سره وکتل

کابل  باخترد  وري  دمياشتې  ١١ :
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي پرون مازيګر په قطرکې  له يوشمېرميشتو افغانانوسره په دوحه ښارکې وکتل.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ:
په دې کتنه کې چې يوشمېرعالمانو، مشرانو، سوداګرو اوپه قطرکې ميشتو افغان ځوانانو پکې برخه لرله، دهيواد جمهور رييس وويل: په هيواد کې د سولې دټينګښت لپاره  زياتې قربانۍ زغملې دي  او زه ډاد لرم چې موږ سولې ته رسيږو.
حامدکرزي وويل چې په هيوادکې د سولې دټينګښت په لاره کې څه چې په  توان کې يې لرو؛ ترسره به يې کړو  .
ده ټينګاروکړچې موږسوله غواړو؛ خوبايد د وروستى لسيزې برياليتوبونه، د افغانستان دخپلواکۍ، ملي واکمنۍ اوعزت وساتل شي .
ده وويل: دافغانستان حکومت يوځل بيا له طالبانوڅخه غواړي چې خپل هيواد ته راشي او ځان د پرديو له لاسونو څخه خلاص کړي.
حامدکرزي څرگنده کړه چې موږ له بهرنيانو څخه غواړو چې زموږ  د واکمنې او دخلکو دودونو او عنعناتو درناوي وکړي او زموږ دخلکوکورونو او جوماتونو ته دې نه ځي.
په  دې کتنه کې د سولې  د عالي شورا رييس صلاح الدين رباني هم خبرې وکړې او ويې ويل: هغه مسووليت چې ماته سپارل شوى دى هلې ځلې کوم چې هغه په بشپړاخلاص سره پرمخ بوځم .
ده وويل چې جګړه د حل لاره نه ده اوخپلې ستونزې بايد خبرو له لارې حل کړو، ځکه خداى فرمايلي دي چې په سوله کې خيردى .
وروسته حاجي موسى خان، حاجي مظفرخان بابکرخيل او دکابل پوهنتون دشرعياتو دپوهنځي  پخواني استاد محمدعلي داري په قطرکې د ميشتو افغانانو په استازيتوب خبرې وکړې.
حاجي موسى خان، حامدکرزي او ملګرى هيئت ته يې د ښه راغلاست دويلو په ترڅ کې هيله وکړه چې افغانستان دجګپوړى هيئت سفر په هيوادکې دسولې اوثبات له ټينګښت سره مرسته وکړي او دغه راز دافغانستان اوقطرترمنځ اړيکې او دوستي  له پخوا زياته پراختيا ومومي .
دکابل پوهنتون دشرعياتو دپوهنځي  پخواني استاد محمدعلي داري دوينا په کولو سره په دې ترڅ کې چې تنازل او زغم په هيوادکې د سولې اوثبات دټينګښت په کارکې ارزښتناک وبلل؛ جمهور رييس ته په خطاب کې يې وويل چې ستاسو هدف دبل هرافغان په شان په هيواد کې دسولې ټينګښت او دامن او نيکمرغۍ تحقق دى، د لوى خداى (ج) له دربار څخه هيله لرم چې تاسې په دغو هلو ځلو کې بريالي کړي.
په قطرکې يو تن ميشت افغان حاجي مظفرخان بابکرخيل په خپلو خبروکې له جمهور رييس څخه وغوښتل چې د قطر له مقاماتو سره خبرې وکړي چې د افغانانو د ويزې ستونزې حل کړي.
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي ددغې کتنې په پاى کې په دې ترڅ کې چې له افغان پانګوالو او سوداګرو څخه وغوښتل چې خپل هيواد ته راشي او په پانګې اچونې سره دې خپل هيواد آباد کړي؛ وويل چې نن به د قطر له اميرسره په کتنه کې  د دوى غوښتنې او وړانديزونه طرحه کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته