کابل باختر د غبرګولي پنځمه :
دسلمابنددساتنې ، څارنې ا و ګټې اخيستنې لپاره نوي تشکيلات جوړ شول .
دسلمابند په نويو تشکيلاتو کې ديوشمير انجنيرانو داستخدام رقابتي ازموينه دهريرود مرغاب د عمومي حوزې په رياست کې واخيستل شوه .
دهريرود ، مرغاب دسمندري عمومي حوزې رييس انجنير نور احمد بارز دباختراژانس خبريال ته وويل :څرنګه چې دسلما بند دپرانيستلو او ګټې اخيستنې په درشل کې يو ، هلې ځلې کيږي چې په دوو برخو بريښنا ،انجنيرۍ او تکنيشن کې يوشمير مسلکي اومجرب پرسونل استخدام کړو .
يوه اړونده خبرځاى وويل: په دې ازموينه کې چې د مختلط هئيت په وړاندې واخيستل شوه نهه پنځوسو تنو مجربو انجنيرانو ګډون کړى و او ټاکل شوې ده څلورويشت تنه يې په قراردادي ډول ديو کال لپاره استخدا م شي .
ديادونې وړ ده چې څه موده مخکې يوشمير انجنيران په ښه توګه دسلما بند دپروژې دکار دترسره کولو په خاطر استخدام او د فني اومسلکي زده کړو لپاره هندوستان ته استول شوي و چې ټاکل شوې ده دهندې انجنيرانو ځاى ناستي شي
0 1 دقیقه لوستل