سیاست

د بهرنيو چارو وزيرپه کابل کې دامريکا د سفارت له خاص شارژدافير سره وکتل

کابل باخترد تلې  ديرشمه :
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني پرون په کابل کې د امريکا د متحده ايالاتو د سفارت له خاص شارژدافير هيوګو لارنس سره وکتل .
د بهرنيو چارو وزارت د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې د دوه اړخيزو اړيکو او همکاريو په باره کې د خبرو په ترڅ کې،  دواړو لورو د افغانستان په باره کې د شانګهاى د همکاريو د سازمان د تماس د ډلې او د څلور اړخيزې همغږۍ د ډلې د وروستيو غونډو او د کابل بهير د راتلوونکې غونډې په باره کې خبرې اترې وکړې .
  ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته