
کابل، د کب ۲۸مه، باختر
د نورستان والي حافظ محمد آغا حکیم په ختیځ زون کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې UNHCR له مسوول ویلم ایجالو او مل پلاوي سره وکتل.
د دغه کتنې په پیل کې حافظ محمد آغا حکیم یاد پلاوي څخه د مرکز سره د ختيځ او لوېدیځ نورستان د نښلوونکو سړکونو د پاتې برخو د بشپړولو، د کامدېش او کشتوز کډوالو لپاره د سرپنا جوړولو، د ولایت مقام لپاره د استنادي دېوال د جوړولو او په یو شمېر نورو اړینو برخو کې د پروژو د پلي کولو غوښتنه وکړه.
ورته مهال په ختیځ زون کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې مسوول ویلم ایجالو وویل، چې په دغه ولایت کې د یو ټولنیز مرکز، د لوبو د معیاري لوبغالي، په واما ولسوالۍ کې د اوبو شبکې او روغتیايي مرکز او استنادي دېوال د جوړېدو د چارو د پیل ډاډ ورکړ.
ایجالو دغه راز زیاته کړه، چې نورستان کې به سږ کال د یو شمېر پروژو د پلي کولو ترڅنګ په دې ولایت کې د زده کوونکو لپاره د یو کمپیوټر لېب او د کامدېش او کشتوز ۳۷۵ بې ځایه شویو کورینو لپاره کورونه جوړ کړي.
لمر\ جلالي