نړۍ

په عراق او افغانستان کې دالقاعده دبريدونوپه تمويلولو دڅلورو تنو تورن کيدل .

کابل باختر د لړم پنځلسمه:
  دامريکا متحده ايالاتو پرون په څلورو تنو  په عراق او افغانستان کې دامريکايي پوځيانوپرخلاف دالقاعده  دبريدونو دتمويلولو  په لاره کې دګډ کار داجرا کولو تور ولګاوه .
دامريکا دعدليې وزارت ويلي دي چې دوه تنه يې چې له يوبل سره ورونه دي له ٢٠٠٥ ميلادي کال راپديخوا دجعلي کريدت کارتونوله لارې دپيسو دراټولولو اوالقاعده ته دپيسو دليږدونې په برخه کې کار کړى دى .
يوله دغوکسانو څخه په ٢٠٠٩ ميلادي کال کې يمن ته سفر کړى دى  او دوه ويشت زره امريکايي ډالره يې دانور العولقي د يوه همکار په واک کې ورکړي دي .
دعربو په ټاپو وزمه کې دالقاعده پخوانى مشر العولقي  دامريکا په ګډون دلويديځ په ګټو څو بريدونه طرحه کړي و .
  دى په ٢٠١١ ميلادي کال کې دبې پيلوټه الوتکې په يو بريدکې ووژل شو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته