امنیت

دهېواد په بيلابيلو سيمو کې دوه ديرش تنه ډار اچوونکي ووژل شول .

کابل باختر دسلواغې شلمه :
دهېواد په بيلابيلو سيموکې دامنيتي ځواکونو دچاڼيزو عملياتوپه بهير کې  دوه ديرش تنه ډار اچوونکي ووژل شول .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ: دملي اردو ځواکونو د ډار اچوونکو دځپلو په مقصد دخوست ولايت د نادرشاه کوټ دپکتيا ولايت دزرملې ، دپکتيکا ولايت دګوملې دکندز ولايت دامام صاحب او دفراه ولايت  دبکوا دولسواليو او دغزني ولايت دمرکز او د بغلان ولايت په ډنډ غوري ساحو کې يولړ ګډ چاڼيز عمليات ترسره کړل چې له امله يې دوه ديرش تنه ډار اچوونکي ووژل شول او ددغې ډلې څلور څلويښت تنه نور ټپيان او دوه تنه نور دتروريستي فعاليتونوپه تور ونيول شول .
  دغه راز په دغو عملياتو کې يوه اندازه وسله ددرندووسلو يوه اندازه مهمات  اونور پوځي وسايل او تجهيزات په عملياتو کې دشاملو ځواکونولاس ته ورغلي  دي او دوسايطو ضد لس ماينونه کشف او شنډ کړاى شوې دي  ديوبل خبر له مخې :دملي اردو نهه تنه منسوبين دهېواد په بيلابيلو ساحو کې دامنيتي دندو په بهير کې دوسايطو ضد ماينونودچاودنې له امله شهيدان شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته