امنیت

ديوې ښځې قاتل ونيول شو .

کابل باختر د چنګاښ  اته ويشتمه :
دکاپيسا پوليسو دوه تنه ديوې ښځې دوژنې په تور ونيول .
دکاپيسا ولايت دکوهستان دلومړۍ برخې ولسوال عبدالفتاح شفيق دباختراژانس خبريال ته وويل :هغه دوه تنه چې اته مياشتې مخکې يې يوه ښځه  ددغې ولسوالۍ  له مربوطاتو څخه دناموسي دښمنۍ  په دليل وژلې  وه اوس دپوليسو له خوا نيول شوي دي .
شفيق زياته کړه: نيول شوي  کسان دپروان ولايت اصلي اوسيدونکي دي چې په لومړنيو تحقيقاتو کې يې په خپل  جرم اعتراف کړى دى .
  ويل کيږي چې  دکاپيسا ولايت امنيتي ځواکونو په دې ورستيو وختو کې دشخصي  دښمنيو او دنښتو دمخنيوي لپاره ددغه ولايت په بيلابيلو  سيمو کې پراخ پروګرام پيل کړى دى او تراوسه پورې يې څو تنه نيولي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته