امنیت

د غزني د استيناف په محکمې يرغلګر ووژل شول

کابل – باختر د غبرګولي دمياشتې ١٢
دغزني ولايت په استيناف محکمې تروريستي بريد د څلورو تنو يرغلګرو په وژل کيدو سره پاى ته ورسيد .
د کورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
نن له غرمې مخکې د لسو بجو په شاوخوا کې څلورو تنو تروريستانو چې په چاوديدونکو توکو ډوکو واسکټونو سمبال وو؛ د غزني ولايت په استيناف محکمې بريد وکړ. لومړى يو تروريست خپل چاوديدونکي توکي د محکمې د دروازې په وړاندى وچول او درې تنه نور تروريستان له امنيتي ځواکونو سره د جګړې په بهيرکې ووژل شول.
په دې پيښه کې يو ملي پوليس او پنځه تنه ملکي وګړي هم شهيدان شوي دي .
د غزني ولايت د استيناف محکمې په ودانۍ بريد په داسې حال کې کيږي چې په دې وروستيو وختوکې د ميدان وردګو ولايت د استيناف محکمې د کارکوونکو د سپرلۍ په موټر د کابل ولايت د پغمان ولسوالۍ په مربوطاتوکې بريد وشو او له امله يې ١٠ تنه شهيدان شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته