فرهنګ

داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست دلرغونپوهنې دانجنير عبدالله رحيمي پوښتنه وکړه .

کابل باختر د غبرګولې  اتلسمه :
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست پوهاند محمد رسول باوري پرون دلرغونپوهنې رياست دانجنير عبدالله رحيمي پوښتنې ته ورغى .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې،داطلاعاتواوفرهنګ وزارت دلرغونپوهنې رياست لرغونپوه  انجنير عبدالله رحيمي په دې وروستيو وختو کې دکابل _ مس عينک دلوى لارې په اوږدو کې چې دندې ته روان و ، دماين دچاودنې له امله ټپى شوى و .
ددغې پوښتنې په بهير کې په داسې حال کې چې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سلاکار  ډاکتر طارق   رشاد او ددغه وزارت  دلرغونپوهنې رييس  نور اغا نوري  هم حاضر و ، داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست ددې تر څنګ چې انجنير رحيمي ته يې دبيا بشپړې روغتيا هيله وکړه ددغه وزارت يوه اندازه نغدي مرسته يې هم هغه ته ورکړه .
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست پوهاند محمد رسول باوري  څه موده مخکې ددغه وزارت دلرغونپوهنې رياست دلرغونپوه  ارواښاد عبدالوهاب فيروزي دجنازې په مراسمو کې  هم ګډون  کړى و او دغه راز دشهيد فيروزي کورنى او دهغه دڅو تنو همکارانو  کورنيو ته يې چې په دې وروستيو وختو کې دکابل _ مس عينک   په لويه لاره کې دماين دچاودنې په پيښه کې ټپيان شوي و ددغه وزارت يوه اندازه نغدي مرسته ورکړې وه .
  ختم_   عطاالله _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته