امنیت

ديارلس تنه تروريستان ونيول شول.

کابل – باختر د کب دمياشتې ٥
دملي امنيت دلوى رياست موظفينو ديارلس تنه ډار اچوونکي په تخار ولايت کې ونيول.
دملي امنيت دلوى رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ دغه کسان چې له څه مودې راپه دې خوا په تروريستي او ورانکارو فعاليتونو ،دقومي مشرانو او عالمانو په ترور او دخلکو په تښتولو بوخت وو ، دملي امنيت دلوى رياست د موظفينو له خوا د تخار ولايت په مربوطاتو کې لاس په لاس له يوه کلاشينکوف ، يوې تومانچې او دوو لاسى بمونو سره ونيول شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته