نړۍ

په عراق کې شل تنه ووژل شول

بغداد فرانسپرس باختر دوري دمياشتې  ٢٢ :
په عراق کې  دجلا جلا تاوتريخوالي له امله  څه ناڅه  يو ويشت تنه ووژل شول او
څوتنه نور ټپيان شول .
دفرانسپرس دخبري آژانس دخبرله مخې :  يوازې دصدر او الامين  په شيعه ميشتو
ښارګوټوکې  ددوو موټربمونو دچاودنوله امله  ديارلس تنه ووژل شول او څه دپاسه
پنځوس تنه نور ټپيان شول .
په عراق کې تاوتريخوالى په داسې  حال کې رامنځته کيږي چې ټاکل شوې ده ددغه هېواد داستازو دمجلس  انتخابات په نږدې راتلوونکې کې ترسره شي .
په همدې حال کې دفلوجې ښار ټولې برخې  او درمادي ښار ځينې برخې په القاعده پورې تړلې   داسلامي بنسټ پالو دځواکونو په لاس کې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته