سیاست

حامدکرزي په کابل ښار او دلوګر ولايت په پل علم کې تروريستي بريدونه وغندل .

کابل باختر د زمري  شپاړلسمه :
دافغانستان پخواني جمهور رييس حامدکرزي  په کابل ښار، دلوګر ولايت په مرکز پل علم کې تروريستي بريدونه چې له امله يې زموږ څه دپاسه لس تنه هيوادوال شهيدان او دښځو اوماشومانوپه ګډون په سلګونو تنه نور ټپيان شول
دافغانستان سولې او ثبات ددښمنانو  کار وباله او دغه عمل  يې دټولو اسلامي اوبشري  ارزښتونو پرخلاف وباله او په ډيرو سختو الفاظو سره يې وغانده .
دپخواني جمهور رييس  مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ .
  دکابل ښار تروريستي بريد دتيرې  شپې ديوې بجې  په شاوخوا کې ترسره شو. دپايتخت اوسيدونکو ته زيات  مالي تاوانونه هم اړولي دي .
په دې پيښه کې يوزيات شمير دوکانونه او داستوګنې کورونه په بشپړه توګه ويجاړ شوي اويا په قسمي ډول زيانمن شوي دي .
حامدکرزي دلوى خداى (ج )  له دربار څخه  ددغو زړه بوږ نوونکو پيښو  شهيدانو ته دلوى خداى ( ج )  له دربار  څخه  دفردوس جنت او پاتې کسانو ته يې دجميل صبر او ټپيانو ته دبيا روغتيا هيله وکړه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته