امنیت

په قره باغ کې ددوو تنوملکي وګړو وژل کيدل .

کابل باختردلړم پنځلسمه :
دوه تنه ملکي وګړي پرون دغزني ولايت دقره باغ ولسوالۍ په دهګان کلي دطالبانو دبريد له امله ووژل شول .
دغزني دوالي وياند محمد عارف نوري دباختراژانس سيمه ئيز خبريال ته وويل چې دطالبانو دغه بريد دسيمه ئيزو پوليسوله سخت  مقاومت  سره مخامخ شول خو دوه تنه ملکي وګړي دطالبانو دډزو له امله شهيدان شول او په دې نښته کې وسله والو طالبانو ته هم دسرزيان اوښتى دى خو دقيق شمير يې  معلوم نه دى .
ديوبل خبرله مخې، يو تروريست چې دغزني دپوليسو يو افسر يې دغزني ښار دلومړى حوزې په مربوطاتو کې شهيد کړى و  ديوبل پوليس له خوا ووژل شو .
  ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته