سیاستخبرونهTOP

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال: افغان کډوال د پاکستان په نا امنیو کې لاس نه لري، خو بیا هم په دغه هېواد کې له سختو ستونزو سره مخ دي

کابل، د کب ۱۴مه، باختر 

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د اسیا او ارام سمندر لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو د عالي کمېشنرۍ (UNHCR) له اغلې های کیونګ جون، په افغانستان کې د دغې ادارې له رئيس لیونارد زولو او مل پلاوي سره وکتل.

د اسیا او ارام سمندر لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو د عالي کمېشنرۍ مشرې په دغه کتنه کې وویل چې د(UNHCR)  اداره د افغان کډوالو د ستونزو د حل ته ژمنه ده او له افغان کډوالو سره به یې مرستې دوام وکړي.

هغې زیاته کړه، چې په راتلونکې اوونۍ کې به په جینوا کې د کډوالو اړوند جوړېدونکې ناستې ته د خپل راپور په وړاندې کولو سره به افغان کډوالو ته د لا ډېرو مرستو را جلبولو هڅه وکړي او د افغانستان شته حقایق به له نړیوالو سره شریک کړي.

سرچینې همدارنګه زیاته کړه، چې افغان کډوال له سختو شرایطو، فقر او بېکارۍ سره مخ دي، چې وچکالي او نورې طبیعي پېښې یې هم ژوند ګواښي او اړتیا ده، چې هغوی ته د کارموندنې ترڅنګ د سرپناه، روغتیا او پوهنې په برخه کې اساسي مرستې وشي.

په ورته وخت کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال په دغه کتنه کې له افغانستان سره د یاد سازمان او نورو مرستندویو بنسټونو د مرستو د دوام غوښتنه وکړه.

د هغه په وینا، اسلامي امارت ته له تېرې ادارې  څخه لوږه، فقر او بیکاري په میراث پاتې ده، چې کنټرول او ختمول یې ډېر وخت او ډېرو امکاناتو ته اړتیا ولري. 

هغه په ټینګار سره وویل چې افغان کډوال د پاکستان په نا امنیو کې هېڅ رول نه لري خو بیا هم په دغه هېواد کې افغان کډوال له سختونو ستونزو سره مخ دي او په زرګونه افغانان په بېګناه ډول زندانونو ته اچول شوي دي.

سرچینې غوښتنه وکړه، چې باید افغان کډوال خپلې خوښې ته پرېښودل شي، چې په خپله خوښه هېواد ته راستانه شي او په کور دننه ورته لازم چمتووالی هم ونیول شي.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال نیوکه وکړه، چې د ملګرو ملتونو او د ځينو نورو نړیوالو ادارو د هغو رپوټونو له امله چې په ناسمو معلوماتو ولاړ وي، خلک ناقانونه کډوالۍ ته هڅول کېږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته