ورزش

دفوټبال دبي ګروپ سيالۍ دوام مومي.

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ٢٢
په کابل کې دفوټبال دبي ګروپ سيالۍ نن په دوو لوبو سره دوام مومي.
دکابل دفوټبال فدراسيون مرستيال عبدالبصير قيومي دباختر آژانس خبريال ته وويل:- چې په دې پړاونو کې دګذرګاه ټيم د ستاره سرخ له ټيم سره او دپاس ټيم دلاله له ټيم سره لوبه کوي.
دقيومي دڅرګندونو له مخې :- په کابل کې دفوټبال د بي ګروپ سيالۍ د ديرشو ټيمونو په ګډون په څلورو ګروپونو کې څلورو اوونيو راپه دې خوا په غازي لوبغالي کې پيل شوې دي.  ختم-شکريه-حامد
دملګرو ملتو سازمان ديمن لوږو کسانو ته ٥٨ ميلونه ډالري مرسته بيله کړه.
١٤-کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ٢٢
دملګرو ملتو سازمان اعلام وکړ: له هغو کسانو سره دمرستې په موخه چې په يمن دعربستان او دهغه دمتحدينو له بريدونو وروسته له لوږې سره مخامخ شوي دي دبشر دوستانه مرستو په قالب کې ٥٨ ميلونه ډالره بيل کړي دي.
داليمن الان دخبري سايټ دخبرله مخې : د لوږو په چارو کې دملګرو ملتو دسازمان دفتر ديوې وينا په خپرولو سره اعلام وکړ چې دخوار ځواکۍ موارد په يمن د عربستان له بريدونو وروسته په دغه هيواد کې له بنسټونو او داساسي خدمتونو له ګډوډۍ وروسته زيات شوي دي.
لکه څنګه چې په يمن ١٨/٨ ميلونه تنه بشردوستانه مرستو اړتيا لري.
داپه داسې حال کې ده چې ديمن په مليونونو تنه نور اتباع هم مرستې ته اړتيا لري.
ددغه رپوټ له مخې : بايد ديمن لس اعشاريه دريو مليونو تنو جګړې ځپلو اتباعو ته بيړنۍ مرستې بيلې شي.
دملګرو ملتو دسازمان دفتر ټينګار وکړ چې ديمن پرخلاف دعربستان جګړه له خپلو کورونو او ټاټوبو څخه دڅه دپاسه دريو مليونو تنو دبيځايه کيدو سبب شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته