خبرونهنړۍ

اسرایلو ته یوه بله مرګونې ورځ؛ تازه نښتو کې یو صهیونست سرتېری وژل شوی او تر لسو زیات ټپیان شوي

نړۍ، د مرغومې ۲۰ مه، بهرنۍ رسنۍ

د اسرایلو صهیونست پوځ خبر ورکړی، چې د غزې په بېلابېلو سیمو کې د نښتو له امله یې یو سرتېری وژل شوی او ۱۵ نور یې ټپیان شوي، چې د ځینو هغو روغتیایي حالت د اندېښنې وړ دی.

د راپورونو له مخې د غزې په روانه جګړه کې اسرایلي ځواکونه له سختو ناکامیو سره مخ دي او په ځینو سیمو کې یې خپل مورال له لاسه ورکړی او شاتګ ته اړ شوي دي.

د اسرایلي رسنیو د راپورونو له مخې تېره ورځ هم د اسرایلي پوځيانو لپاره مرګونې وه او په بېلابېلو پېښو کې یې ۴ سرتېري وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان وو.

ورته وخت کې د سریا القدس په نوم د یوې فلسطیني جهادي ډلې ویاند ویلي، چې اسرایلي ځواکونو ته یې په تېره درې میاشتېنۍ جګړه کې سخته مرګ ژوبله اړولې او نتانیاهو له تسلیمېدو پرته بله چاره نه لري.

د یادونې وړ ده، چې غزه کې د روانې جګړې نن ۹۶ مه ورځ ده او لا هم په ملکي اهدافو د اسرایلي ځواکونو هوایي بریدونه روان دي او تر اوسه په دغو بریدونو کې له ۲۳ زره ډېر فلسطینیان شهیدان شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته