سیاست

حامدکرزي دملي اردو له منسوبينو سره وکتل

کابل باختر دسلواغي اته ويشتمه
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي  نن دملي اردو له منسوبينو سره په کتنه کې  يوځل بيا  په صراحت سره  اعلام وکړ چې بايد دافغانستان خلک  دهغوى  دملاتړو له خوا ونه ځورول شي .
   دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي  دملي اردو له منسوبينو سره په کتنه کې دتيرو پيښو په اړوند په هيواد کې روان حالت تحليل او وڅيړه دملي اردو منسوبين او امنيتي  مرکزونه يې  په هيواد کې دخلکو خادمان وبلل او په صراحت سره يې  بيان کړ چې دکورنيو ځواکونو له خوا  دمظنونينو دنيولو په وخت کې دهغوى  ځورونه به دنظام او دخلکو دملاتړو او ساتونکو خجالتي په ځان پسې ولري . او څرګنده يې کړه کله چې  دخلکو ملاتړي او ساتونکي دهيواد کليو اوبانډو ته ځي خلک بايد  دمصوونيت او ارامي  احساس وکړي . نه داچې هغوى  دناوړه چلند په خاطر يو شمير يې له خپلو کورونو څخه ونه وځي .
  جمهور رييس  په دې باب  په مشخصه توګه وويل  ستاسو دنده دانه ده چې خلک  تاسو وويني ، ووريږي بلکې ستاسو دنده دخلکو ساتنه او ملاتړ دى .
جمهور رييس  دملي اردو منسوبين او په  تيره بيا دهيواد امنيتي ځواکونه دافغاني غيرت او عزت استازي وبلل او وي ويل چې تاسي ددې هيواد دخلکو دعزت او عفت سمبول ياست . بايد تاسو دڅو تنو ډار اچوونکو په خاطر دبهرنيانو جنګي الوتکې  ونه غواړي چې ستاسو په خلکو بمباري وکړي .
  جمهور رييس  په ټينګار سره وويل  چې نور زموږ په کور کې دبمباريو لپاره د بهرنيانو الوتکه  نه غوښتل کيږي .
  دباختر اژنس دخبر له مخې ، دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس  حامدکرزي دغه څرګندونې ددې هيواد دسترو اوبرخليک ټاکونکومسئلو په وړاندې  دهيواد دمشرتابه  دنظر پراخ لرليد ښيئ  .
  دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس په وار وار  طرحه کړې ده چې ډار اچوونکي  دافغانستان په کليو او بانډو کې نشته دا هغه تير ايستل شوي کسان دي  چې دمشخصو کړيو دکرغيړنو هدفونو په خاطر يې دپرديو ټوپک په اوږو کړي دي او خپل شته له منځه وړي ، له دې امله بايد هغوى  په دې پوه شي  او درک کړي  چې هيڅکله هيله نه لري  چې افغانستان  پياوړي ملي ځواک ولري .  په همدې دليل  هلې ځلې کيږي  چې له هر راز امکاناتو څخه په استفادې سره  خلک  دخپلو امنيتي ځواکونو په نسبت  چې ددې هيواد دخلکو حقيقي ساتونکي دي بدنام شي .
له همدې امله دى چې بايد هوښيار واوسي او آن دمخالفينو له ځورونې څخه لاس واخلي او په دغه شان عالمانه او سنجول شوي حرکت سره دښمن له پخوا زيات  تجريد کړي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته