کابل باختر د زمري شپږمه :
دميدان وردګو ولايت په مربوطاتو کې پرون دسيلاونو دراوتلو له امله په سلګونو کورونه ويجاړ او په زرګونو تنه بې ځايه شوي دي .
ددغو سيلاونو دراوتلو له امله دخلکو په زرګونو جريبه کروندې هم ويجاړې شوې دي.
دغه سيلاونه دچک دسيد اباد ، نرخ او جغتو دولسواليو په مربوطاتو کې راوتلي دي .
دميدان وردګو دوالي وياند عطاالله خوږياني دباختراژانس خبريال ته وويل چې زياتره کورنۍ دسيد اباد ولسوالۍ په مربوطاتو کې زيانمنې شوې دي .
دميدان وردګو له ولايت څخه زموږ خبريال خبر راکړ چې دغو سيلاونو په زرګونوتنه له خپلو کورونو او ټاټوبو څخه وتلو ته اړکړي دي .
داپه داسې حال کې ده چې دميدان وردګو والي حيات الله حيات له مرستندويو بنسټونو څخه وغوښتل چې له سيلاو ځپلو سره مرسته وکړي .
تراوسه پورې ددغو سيلاونو دراوتلو له امله دسر د اوښتي زيان دڅرنګوالي په باب څه نه دي ويل شوي .
0 1 دقیقه لوستل