سیاست

دمشرانو جرګي رئيس فضل هادي مسلميار نن دبهرنيو چارو وزارت له سياسي معين ارشاد احمدي سره د ملي شورا په مقر کې وکتل .

کابلباختر د جوزا١٢
دمشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې د مشرانو جرګې رئيس دبهرنيو چارو وزارت سياسي معين ته دمبارکۍ دڅرګندونو په ترڅ کې چې په دې وروستيو وختو کې په دې پست ټاکل شوى دى دهيواد د ملي مصالحو پربنسټ دبهرني سياست دغوره کولو اود سيمې اونړۍ له هيوادونو سره ددوستانه اړيکو دټينګښت په لاره کې ددغه وزارت په مسوليتونو اومکلفيتونو او په بهردميشتو مهاجرينو او په تيره بيا د ايران او پاکستان په هيوادونو کې د افغان مهاجرينو دستونزو په څيړنې باندې ټينګاروکړ.
دغه راز دمشرانو جرګې دنړيوالو اړيکو دکميسيون منشي نثار احمد حارس هم دخبرو په ترڅ کې د کاري اړيکو د ښه والي او په افغانستان کې دبهرنيو هيوادونو له سفيرانو اوديپلوماتانو سره دکتنې په لاره کې دمناسبو زمينو دبرابرولو په مقصد دبهرنيو چارو وزارت له مسولينو سره د کميسيون دغړو د ليدنو کتنوپه باب ددغه کميسيون وړانديزونه بيان کړل او په دې باب يې د هغوى دزياتو همکاريو غوښتنه وکړه .
دبهرنيو چارو وزارت سياسي معين ددغه وزارت په کاري چارو کې دمعلو ماتو د وړاندې کولو په ترڅ کې ژمنه وکړه چې د مشرانو جرګې د نړيوالو اړيکو د کميسيون دطرحه شويو وړانديزونو دعملي کولو په لاره کې به لازم اقدامات ترلاس لاندې ونيسي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته