کابل باختر دغبرګولي دمياشتې ١٥نيټه :
د سرپل ولايت په مرکزکې پرون د اوبو لګولو دوه پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې .
د سرپل د دريايي فرعي حوزې رئيس انجنير سيد روح الله شهاب باختر آژانس ته وويل: په دغو پروژروکې د يو سربند او يو کانال جوړول شامل دي چې د اته ديرشو ميليونو افغانيو په لګښت د اوبو او انرژۍ وزارت له انکشافي بودجې څخه د دغه ولايت د مرکز په خمرآباد کلي کې عملي کيږي.
شهاب زياته کړه: د دغو پروژو په ګټې اخيستنې سره به څه د پاسه دوه زره هکتاره ځمکه خړوبه شي او څه ناڅه پنحه زره کورنۍ به د هغو له ښېگڼو څخه ګټه واخلي .
دغه راز مسوولان په دغه ولايت کې د دوو نورو پروژو د پيل خبر ورکړ.
پاى ذکرالله
1 1 دقیقه لوستل