نړۍ

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو نوې استازې په کار پیل وکړ

 نړيوالې  خبري منابع / د ثور ٤ مه / باختر          
په افغانستان کې د ملګرو ملتو د مرستندویه  پلاوي (یوناما ) نوې مشرې دیبرا لیونز         نن په رسمي توګه خپل کار پیل کړ.  
میرمن لوینز د روان میلادي کال د مارچ په ۲۴مه د ملګرو ملتو عمومي منشي انټونیو ګوتیرش له خوا په افغانستان کې د ملګرو ملتو د مرستندویه پلاوي د پخواني مشر      تدامیچي یاماموتو پر ځای وټاکل شوه. 
د یوناما نوې مشرې په خپل ټوټیر کې د سولې، بشري حقونو، هوساینې او له  افغانانو          سره د همکاریو په برخو کې د ملاتړ غوښتنه کړې ده.
هغې ویلي دي: زه ویاړم چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو د استازې په توګه کار پیلوم. زه له افغانانو سره د خپلو همکاریو د پیاوړتیا او د سولې، بشري حقونو او د ټولو لپاره د هوساینې په موخه د کار کولو ملاتړ ته سترګې په لاره یم.
همدا شان یوناما په یوې اعلامیې کې د مېرمن لوینز له قوله ویلي دي چې افغانستان د دوامداره جګړې او کرونا ویروس د خپریدو په څیر لویو ننګونو سره مخ  دی خو د سولې خبرو په څېر بې ساري فرصتونه هم لري چې د روښانه راتلونکې لپاره هیلې رامنځ ته کوي.
په اعلامیې کې راغلي دي چې آغلې لیونز به افغانستان ته تر راتلو پورې له کاناډا څخه خپل کار ته دوام ورکړي.
دیبرا لیونز یوه کاناډايي ډیپلوماته ده چې د افغانستان په ګډون په بېلابېلو هیوادونو کې         د کار تجربه لري.
مېرمن لاینز د ۲۰۱۳ او ۲۰۱۶ کلونو په موده کې په افغانستان کې د کاناډا سفیره وه او د یوناما د نوې مشرې په توګه د ټاکل کېدو وړاندې یې په اسرائيلو کې د کاناډا د سفیرې په توګه کار کاوه.
پاى ذ    

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته