سرپل باختر دسلواغې ١٤ نيټه :
يوې ښځې او يوې ځوانې نجلۍ په سرپل ولايت کې د زهرجنو موادو په خوړلو سره خپل ژوند پاى ته ورساوه.
د سرپل ولايت د ښځو د چارو رئيسې نسيمې آرزو باختر اژانس ته وويل چې ځوانې ميرمنې د صياد ولسوالۍ په بازارکمي کلي کې او شپاړلس کلنۍ نجلۍ د سرپل ښار په خرابه کلي کي د زهرجنو موادو په خوړلو سره خپل
ژوندپاى ته ورساوه .
نسيمې آرزو زياته کړه، د ځان وژنې پيښې زياتره د کورني تاوتريخوالي ، بيوزلۍ او د ښځو له حقوقو څخه دکورنيو ناپوهي بلل کيږي.
يوه اړونده خبرځاى باختر اژانس ته وويل چې د روان کال له پيل څخه تر اوسه پورې د سرپل ولايت د ښځو دچارو په رياست کې د ښځو پرخلاف د تاوتريخوالي يواتيا پيښې ثبتې شوي دي چې له دې جملې څخه اته پيښې يې ناموسي وژنې دي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ هم د سرپل ښار د بغاوي بلوچيه په کلي کې يوې دولس کلنې نجلۍ د زهرجنو موادو په خوړلو سره خپل ژوند له لاسه ورکړى وو. پاى عطاالله ذ
1 1 دقیقه لوستل