کابل- باختر د مرغومې دمياشتې ٩
دوسله والو طالبانو د ډلې يو قوماندان دهرات ولايت دپوليسو داستخباراتو دموظفينو له خوا ونيول شو.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر ددغه ټکى په تاييدولو سره باختر آژانس ته خبر ورکړ .
د ډار اچوونکو يو مشهور قوماندان مولوي احمد شاه چې دبادغيس ولايت اوسيدونکې دى او د په زياترو نا امنيو، دترورستي بريدونو په سازمان ورکولو او په امنيتي ځواکونو په بريدونو کې فعاله ونډه لرله دهرات ولايت د پوليسو استخباراتو دموظفينو د ځانګړو اوپراتيفي عملياتو په بهير کې ونيول شو.
ديوه اړونده خبرځاى دڅرګندونو له مخې له نيول شوې قوماندان څخه پوښتنې او تحقيقات پيل شوي دي.
1 د یوې دقیقې څخه لږ