ورزش

د هالند او د ارجنتاين ټيمونو وروستى نيمايي پړاو ته لاره وموندله

کابل – باختر د چنګاښ دمياشتې پنځلسمه
دهالند او ارجنتاين د فوټبال ټيمونو د تيرې شپې په سياليوکې له برياليتوب وروسته د فوټبال د نړيوال جام وروستى نيمايي پړاو ته لاره وموندله.
دباختر آژانس دخبرله مخې: د تيرې شپې په سياليوکې د ارجنتاين د فوټبال ټيم د صفر په مقابل کې په يوې سره د بلجيم ټيم ته ماتې ورکړه او د هالند د فوټبال ملي ټيم د پنالټي په ګوزارونو سره د کوستاريکا پرټيم بريالى شو.
دغو دوو ټيمونوهم د نړيوال جام وروستى نيمايي پړاو ته لاره وموندله او بد د اتلوالى د ترلاسه کولو لپاره به د جرمني او برازيل له ټيمونو سره لوبې وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته