ټولنه

دښځي ، سولې او امنيت په نامه نړيواله غونډه په کابل کې جوړه شوه

کابلباختردميزان ١٣
دښځې ،سولې اوامنيت ترعنوان  لاندي علمي اونړيواله غونډه نن دبهرنيو چارو وزارت دستراتيژيکي څيړنو د مرکز له خوا په کابل کې جوړه شوه .
دباخترآژانس دخبر له مخې  :  دبهرنيوچارو  وزارت دستراتيژيکي څيړنو  د مرکز رئيس ډاکتر فرامرکز تمنا دنننۍغونډې دجوړولو هدف په افغانستان کې دسولې اوثبات د تا مينولو په لاره کې دښځو د زياتي ونډې څيړنه  وبلل .
په دې غونډه کې زيا تره دهغو هيوادونو په تجربو چې دجګړې اوبحران دورې يې تيرې کړي دي تمرکز  وشو.
ډاکترتمنا وويل  :  دغه شان تجربې کولى شي په افغانستان کې دسولې اوامنيت په رواجولو کې دښځو رول پياوړي کړي  .
ده زياته کړه  :  موږ هيله لرو چې دغه شان غونډې وکولى  شي په هيواداوسيمه 
کې دسولې اوامنيت داعاده کولو اودښځودحالت دښه والي په لاره کې دښځو دکاري ظرفيت دلوړولو په خاطر ارزښتناک ګام  وي .
ده وويل  ،  دافغانستان دولت په تيره يوه لسيزه کې  په جديت اومسووليت منلو سره هلې ځلي کړې دي چې په ټولنه کې دښځوځاى لوړ کړي  .
دغه راز په دې غونډه کې دښځو دچارو د وزارت معينې  سعيدي مژګان مصطفوي دسولې  په کنفرانس کې دښځوګډون او دهغه په ټينګښت کې  دښځودرول پياوړتيا نن تاريخي ارزښت لري .
دې  زياته کړه ښځې  دسولې  د راوړلو په برخه کې مهم اوفعال رول لري اوسولې  ته درسيدو په لاره کې  په هلوځلو کې  مهم عنصر تشکيلوي  .
په دې  غونډه کې  دپاليسې اوپروګرام په چارو کې د ملګرو ملتو دسازمان دسرمنشي دستيارجان هاندرا، دسولې  دعالي شورا د دارالانشا رييس معصوم ستانکزي او ديونما ځانګړي سلاکار  پيترګاند ګډون کړي  وو

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته