کابل/ د لیندۍ۲٦مه/ باختر
په خوست کې د فوټبال د اتلانو لیګ سیالۍ پرون پای ته ورسېدې. د خوست د فوټبال فدراسیون مشرعبدالفتاح رسنيو ته وویل چې په یادو سیالیو کې د شپږو ولایتونو نورستان، ننګرهار، لغمان، میدان وردګ، پکتیا او خوست لوبډلو ګډون درلود.
د دې لوبډلو له منځه د خوست اتلانو لوبډله او د لغمان ځوانانو لوبډله وتوانېده چې ملي لیګ ته لار پیدا کړي.
د دغو لوبو هدف ملي لوبډلې ته لار موندل و چې ٨ ورځې یې دوام وکړ. پاى \ ذ
0 د یوې دقیقې څخه لږ