اقتصاد

مالیې وزیر د ایران له سفیر سره وکتل

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ٢٢
مالیې وزیر ښاغلي اکلیل حکیمي د لیندۍ میاشتې په ۲۲ مه، په افغانستان کې د ایران له سفیر ښاغلي محمد رضا بهرامي سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.
دماليې وزارت دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان او ایران ترمنځ د دوه اړخیزه اقتصادي او تجارتي همکاریو د ګډ کمیسیون دپنځمې ناستې پر پروتوکول، د تجارتي اسانتیاؤ له پاره د دواړو هیوادونو ترمنځ د بانکوالۍ او ګمرکاتو په برخو کې د همکارۍ او په یو شمیر نورو مسایلو خبرې وکړې.
د ایران سفیريوځل د دواړو هیوادونو تر منځ پر اوږدمهالو همکاریو ټینګار وکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته