ابل باختر د وري دمياشتې ۹ مه
دلغمان والي عبدالجبار نعیمي د قرغیو ولسوالۍ د چهارباغ سیمې له هغې دردمنې کورنۍ سره نغدي مرسته وکړه چې څه موده وړاندې يې پنځو غړو ته د ګاز ډبې په چاودنه کې مرګ ژوبله اوښتې وه.
نعيمي د طبيعي پېښو پروړاندې د چمتووالي ادارې ته دنده وسپارله چې له دغه کورنۍ سره دخوراکي او غیر خوراکي توکیو هراړخیزه بشري مرسته وکړي.
د زیانمنې شوې کورنۍ مشر بیادشویو مرستو له امله د لغمان له والي مننه وکړه او زياته يې کړه چې د ولایتي ادارې دښې رهبرۍ او مدیریت په پایله کې دلغمان په مرکز او ولسوالیو کې ټولو زیانمنو او اړمنو کورنیو ته په وخت رسیده ګي شوې ده.
1 د یوې دقیقې څخه لږ